lang_header_logo lang_header_logo

د کوروناپيژنګلو

کورونا يا کووډ نورلس يوه وبا ده کومې چې ټوله نړۍ متاثره کړي ده۔ دا د وائرسو يو ستر خاندان دے کومه چې د معمولي ناروغۍ لکه زکام نه تر خطرناک بيمارو سبب ګرځيګي۔ کورونا وائرس په بنيادي توګه زونوټک وائرس دے کومه چې د ځناورو نه انسانانو ته منتقل کيږي۔ د دي عام علاماتو کښي د ساه نظام متاثره کيدل، تبه، ټوخے، ساه لنډي او ساه اخستو کښي مشکلات دي۔ په خطرناک کيسونو کښې دي له وجې نمونيا، د ساه اخستو نظام تر ډيره حده خرابيدل، ګردې ناکاره کيدل او مرګ هم کيدے شي۔

د کورونا مخنيوي عام طريقو کښي سماجي فاصله ساتل، باقاعده لاس وينځل، ماسک اچول، د رش ځايونو او د ساه خرابيدو، ټوخي يا پرنجو علامات لرونکي تنانو نه ډډه کول شامل دي۔

د کورونازياتره عام علامات

کورونا خلک په مختلف طريقو سره متاثره کړي دي او کوي يي، کومه چې د معمولي نه تر خطرناکه ناروغۍ پوري دي۔ بعضي مريضان يا خو ډير معمولي علامات لري او بالکل هيڅ علامات نه لري ولي بعضي تنان ډير خطرناک علامات او پيچيدګيانې لرې چې پکښې ژوند ته هم انديښنه وي۔

زياتره عام علامات:

  • تبه

  • ټوخے

  • ستړےوالے يا ستوماني

  • د ذائقے او بوئي غائبيدل

خطرناک علامات:

  • ساه اخستو کښې مشکلات يا ساه لنډه لنډه کيدل

  • د خبرو کولو يا ګرځيدو توان نه لرل يا ګنګس کيدل

  • سينه کښي درد

صحت مند تنان د عام علاماتو په صورت کښې د خپل کور دننه هم کورونا ته ماتے ورکولے شي۔ د کورونا مريضانو کښې زياتره درميانه علامات کتلے کيدے شي کومه چې اووه نه تر څوارلس ورځو پوري وي۔ داسي تنانو ته پکار ده چې باقاعدګۍ سره خپل علاج وکړي چې علامات ئي خطرناک نه شي۔ خطرناک علامات لرونکي مريضانو ته په فوري توګه هسپتال کښي داخله ضروري وي چې د اکسيجن فراهمي ورته يقيني کړے شي او مخصوص هسپتالونو کښې د تکړه ډاکټرانو په نګراني کښې ئي علاج ترسره شي۔

د کورونااحتیاطي تدابیر

 احتياط د علاج نه غوره دے ځکه چې دا يو انسان د مختلفو مشکلاتو لکه علاج، مالي ستونزې، هسپتال کښې داخله، کمزورۍ وغيره نه بچ ساتي۔ د وبا په محال که چرې دا احتياطي تدبيرونو اختيار کړے شي نو تر ډيره حده کورونا نه بچ پاتې کېدے شې۔ دا احتياطي تدبيرونه لاندے ورکړے شوے دي۔

  • په ګڼه او رش والا ځايونو کښي ماسک استعمال کول او ټوخي يا پرنجي په وخت خلې ته ټشو نيول۔

  • رش والا ځايونو نه ډډه کول۔ يو تن خپل ملاقاتونه او تګ راتګ کمولو سره د کورونا خطر کمولے شي۔ د رش والا ځايونو او غير ضروري سماجي غونډه نه ډډه وکړئ۔

  • د لاسونو صفائي: په صابن سره بيا بيا لاسونه وينځل، د صابن او اوبو نيشوالي په صورت کښې سينيټائزر استعمالول۔

  • د ساه متعلق ناروغي لرونکي تنانو سره نزديکت نه ډډه کول۔

  • د کورونا نه متاثره کېدو په صورت کښې نورو خلکو نه کم از کم دري ۔ څلورو ميټره فاصله ساتل۔

  • ويکسين ولګوئ: پاکستان حکومت ګڼ شمير هسپتالونو کښې د کورونا ويکسين ويړيا لګوي۔ تاسو خپله سيمه کښې نزدې سرکاري هسپتال نه دغه ويړيا ويکسين لګولے شۍ۔

لوکل ګورنمنټ او نورو محکمو لخوا ورکړے کېدونکي خدمات

مقامي حکومتونو، اليکشنز او رورل ډيويلپمنټ ډيپارټمنټ (ايل جي اي اينډ آر ډي ډي) د کورونا وبا دوران ډير مهم کردار ترسره کړے دے۔ دي دوران د اووه ضم شوې ضلعو په پنځويشت تحصيلونو کښې دي محکمې دا لاندے بيان شوې خدمات ترسره کړي دي۔

    • د اولس د کورونا وائرس نه بچاؤ لپاره هسپتالونو، سکولونو، جماعتونو، مارکيټونو او نور عوامي ځايونو کښي ډس انفکشن سپرے کړے شوې دي

    • په اولس کښې ماسک، سينيټائزر او صابونونه تقسيم کړے شوې دي۔ اولس ته د کورونا دوران د ماسک، صابن او سينيټائزر د استعمال په اړه پوهه ورکړے شوے ده۔

    • په اووه واڼه ضم اضلاع کښې د شعور بيدارۍ او پوهي مهمومونه چلولے شوې دي۔ دي لړ کښې لوکل ايمبيسيډر پروګرام په خصوصي توګه په کورونا مخصوص کړے شوے وو کومي چې اولس کښې د کورونا په اړه پوهه کښې ډير مهم کردار ترسره کړے دے۔ دي پروګرام کښې کلي په کلي د شعور بيدارۍ غونډې شوې، جماعتونو کښې د لاؤډ سپيکرو په زريعه اعلانونه شوې چې زيات نه زيات خلکو ته ورسيګي۔

    • د نورو محکمو په مرسته ماس ويکسينيشن سنټرې يا د ويکسين لوئي مرکزونه قائم کړے شوې وو۔ دغه ويکسين مرکزونو کښې د اووه واڼه ضم ضلعو کښې اولس ته ويړيا ويکسين ورکړے شوې دي۔

    • د ضلعو په سطح د کورونا لپاره خصوصي وارډونه قائم کړے شوي وو کومه چې د کورونا متاثره مريضانو لپاره مخصوص کړے شوې وو۔

    • د ضلعو په سطح قرينطينه مرکزونه قائم کړے شوې وو کومې به چې د کورونا نه بچاؤ لپاره محفوظ مقام وو۔

    • اولسي ځايونو کښې اولس ته لاسونه وينځلو سهولت ورکولو د پاره د اوبو ټينکۍ قائمې کړے شوې وي

    • د ماحول او بدن صفائي په اړه مهمونه چلولے شوې وو۔

مشکل وخت کښې د ټولنې کردار

په مشکل وخت کښې د ټولنې کردار ډير اهميت لري۔ انسانانو په حيث چونکه مونږ ټول يو بل سره ډير نزيکت لرو نو هم دا وجه ده چي کورونا په رنګ وبا مونږ په جسماني، نفسياتي او سماجي توګه ډير اغيزمن کړي يو۔ داسي اثرات هله کميدے شي کله چې مونږ د ذمه وارۍ مظاهره وکړو۔ د ملک وګړي په حيث زمونږ ذمه واري ده چې داسي وختونو کښې د حکومت مداخلت مرسته وکړو۔ د کورونا يا داسي نورو وباګانو په وخت مونږ ته د حکومت په هدايات باور کول پکار دي او افواګانو او غل ط خبرونو خپرولو نه ډډه کول پکار دي  چي دا رنګ د وبا اثر زيات خپور نشي۔

د کورونا په ذهني صحت اثرات

کورونا په انساني صحت ډير اثرات لري د ژوند نوې حقيقتونو سره لکه:

  • کور نه کار کول

  • عارضي بے روزګاري

  • ماشومانو ته کور کښې د سکول سبق وئيل

  • د خپل خپلوانو، ملګرو او همکارانو سره ملاقاتونه نه کيدل

د وائرس نه بچ کېدو او مخنيوي لپاره ژوند کښې دا نوي بدلولونه د انسانو لپاره ډير مشکل دي۔ او بيا داسي تبديلۍ په هغه تنانو ډير بد اثر لرې څوک چې ذهني مسئلو سره مخ وي۔ خوشبختۍ سره داسي يو شمير څيزونه شته چې مونږ ورسره نه صرف خپل ذهني صحت ښه ساتلے شو بلکه دا داسي تنانو مرسته هم کولے شي چې ورته ذهني بيمارو نه وتلو لپاره د مرسته ضرورت وي۔

7.7.  کومه قسمه سائيکو سوشل سپورټ يا سماجي نفسيات مرسته ورکړے کيدے شي:

کومه تنانو ته چې د کورونا وائرس انفکشن نه پس د مرستي ضرورت وي هغوي ته لاندے ذکر کړے شوې مرستي ورکړے کېدے شي:

اول د خپل ځان حفاظت: وړومبے دا يقينې کړئ چې کوم تن نفسياتي مرسته ورکوي هغه پخپله د مريض او نورو خطرو د نقصان نه محفوظ دے۔  که چرې هغه خپل ځان غيرمحفوظه محسوسوي نو دغه ځائے څخه دې لاړ شي او بل ملګرې نه دي مرسته ترلاسه کړي او څه قسمه بدې پيښې په صورت کښې دي ايمرجنسي سروس ته ټيليفون وکړي۔ د کورونا نه بچ کيدو لپاره احتياطي لاري دي خپلي کړي (مثلا جسماني لرې والے)۔ خپل ځان دې خطره کښې نه اچوي۔

مريض او د هغه کورنۍ ته ځان وروپيژنې: خپل ځان په احترام سره معارفي کړئ۔ خپل نوم او خپل کردار او دا چې تاسو دلته د هغوي مرستې لپاره موجود ئي۔ هغوي نه د هغوي نوم پوښتنه وکړۍ چې تاسو سره خبرې پېل کړي او مريض غوره احساس کړي۔

پرسکونه اوسے: په مريض چغې مه وهئ او نه په زور څه کار نه منع کوئ۔

واوريئ: د خپلو خبرو اترو مهارت وکاروئ۔ خبرو لپاره په مريض زور مه راؤړئ۔ صبر کوۍ او هغوي ته باور ورکړۍ چې تاسو د مرستي او اوريدو لپاره موجود ئي۔

د عملي آرام او معلومات وړاندې کړۍ: دغه تن ته خبرو لپاره پرسکونه ځائے، د خوراک څښکاک يا کمبل وړانديز وکړئ۔ د سکون دا اشارے مريض ته د محفوظ احساسولو کښې مرسته ورکوي۔ د هغه د ضرورياتو او پکار مرستې په اړه هغه نو پوښتنه وکړئ او د مرستې پېل هم داسي وکړئ۔

  • خپل زوړ حالت ته راوستو د پاره د مريض مرسته وکړئ

  • که دغه تن يا مريض بے ارامه وي نو په آرام آرام د ساه اخستو وينا وکړئ او مرسته ئي وکړئ۔

  • که دغه تن په فاصله وي نو هغه نه ئي د دستيابۍ پوښتنه وکړئ د دې خواست سره چې تاسو يي په تګ راتګ او موجوده ماحول نظر ساتل غواړئ۔

  • د هغوي مرسته وکړئ چې خپلې غوره حکمت عملۍ پکار راولي او مشکل حالاتو نه وتلو لپاره هغه خلکو سره اړيکي ونيسې چې څوک ئي مرستيال وي۔

واضحه معلومات ورکړئ: دغه تن ته په ښکاره ټکو کښې اووائي چې څه مرسته ئي کيدلے شي۔ دا خبره يقيني کړئ چې هغه ستاسو په خبره او مطلب ښه پوهه شي (مشکل ټکي مه کاروئ)۔ خپل پيغام ساده وساتئ او بيا بيا ئي اووائي او که ضروري نو ليکلي شکل کښي ئي ورکړئ۔ هغوي نه پوښتنه وکړئ چې ستاسو په خبره پورا پوهه شو يا ئي نورې څه پوښتني پاتې دي۔

دغه تن سره اوسئ: دغه تن يواځې مه پريږدئ۔ که تاسو مريض سره نشې پاتې کېدے نو يو بل تن (ملګرے، همکار يا خپلوان) ولټوۍ تر څو چې تاسو ته مرسته مېلاؤ نشي او يا هغه پرسکونه ونه احساسوي۔

مريض د ضرورت په صورت کښې سپيشلائزډ مرستي ته وليګئ: که تاسو ته محسوسه شې چې مريض ته د زيات خيال او د ډاکټر د مشورے ضرورت دے نو غوره ده چې مريض يا د هغه خپلوانو ته د مستند ذهني صحت ډاکټر نه د مناسب علاج وينا وکرۍ چې د نور تکليف او ستړو څخه بچ شي.

 

 

 

 

×
×