lang_header_logo lang_header_logo

ډینګي

ډينګي تبې ته د هډوکو ماتونکي تبه هم وئيلے شي کومه چې ډيره خطرناکه ناروغي ده او کله کله مرګونې هم کيدلے شي۔ ډينګي د ماده ماشي د مختلف قسمونو نه خپريګي۔ دې ناروغۍ کښې د معمولي علاماتو نه تر د ژوند ته خطرې والا علامات ظاهريدے شي۔ علاماتو کښې سخت سر درد، بے خودي، اولټۍ کول، د پټو درد، تيزه تبه او ورسره خيټه کښې درد، مسلسل اولټۍ، جامې نه وينه بهيدل او د نبض رفتار کميدل شامل دي۔ اعصابی علاماتو کښې ګنګس کيدل، بے خوده کيدل، او ويريدل شامل دي۔ دې ناروغۍ نه د دوه نه پنځه فيصده پوري مريضانو د مرګ انديښنه وي ولي که په وخت ئي مناسب علاج وکړے شې نو دغه انديښنه يو فيصد پورے راکميدے شي۔ دې ناروغئ نه بيرته رغيدل د دوه نه تر اووه ورځو پورې وخت اخلي۔

د خيبرپختونخوا حکومت د رپورټ تر مخه دا محال صوبه کښې د ډينګي کيسونه په سيوا کيدو دي او د کال 2021  په ستمبر مياشت کښې په صوبه کښې 1626 ډينګي کيسونه رجسټر شوې دي

احتياطي تدبيرونه:

چونکه د ډينګي داسې خاص علاج نيشته نو غوره خبره دا ده چې دې نه بچ کېدو لپاره بعضې احتياطي لارې خپلې کړے شي لکه په ماشو قابو موندل کومه چې په عام توګه ګنده ځايونو او د اولاړو اوبو ډنډونو کښې پيدا کيږي۔ دي لړ کښې خيبرپختونخوا لوکل ګورنمنټ محکمي د تحصيل ميونسپل ايډمنسټريشن په مرسته وړاندې نه بينرې لګولو، پمفلټ تقسيمولو، کورونو، بلډنګونو او دوکانونو کښې د ماشو وژلو سپرے کولو سره اولس کښې د شعور بيدارۍ مهم شروع کړے دے۔ زیاتره مقامونه د صابن او سرف استعمال سره صفا کړے شوې دي او بازارونو کښې د ډينګي مخنيوي هداياتو باندي عمل يقيني کولو د پاره انسپکشن هم کولے شي۔ تر دې دمه د ضم اضلاع په شمول خيبرپختونخوا کښې د ډينګي مخنيوي لپاره د شعور بيدارۍ 16490 مهمونه چلولے شوي دي او 5700 بينرۍ لګولے شوې دي۔ صوبه کښې د ډينګي مخنيوے يقيني کولو د پاره 13389 غړو ته تربيت او ذمه وارۍ ورکړے شوې دي۔

لوکل ګورنمنټ  د ضلعي انتظاميو او صحت محکمو سره په شريکه په صوبه کښې د ډينګي په صورتحال ژور نظر ساتي۔  موجوده وخت کښې د نړۍ مختلفو مقامونو کښې د ډينګي وبائي شکل کتلے شوے دے۔ د يو اندازې مطابق په ټوله نړۍ کښې هر کال قريبا دوه نيم اربه انسانان د ډينګي سره مخ کيدو خطر سره مخ کيږي۔ په نړۍ کښې ډينګي نه متاثره کيدونکو کښې اوويا فيصده د ايشيائي ملکونو سره تعلق لري۔ په امريکائي ملکونو کښې په کال 2016 کښې 2.38 ملينه خلک ډينګي نه متاثره شوې وو چې پکښي زياتره د برازيل سره تعلق لرلو او دغه کښې 1032 مرګ سره هم مخ شوې وو۔ هم دا رنګ په کال 2009  او  2010د شمالي امريکې (فلوريډا) او 2013 کښې يورپ (فرانس) کښې د ډينګي د وړې سطحې وباګانې رپورټ شوې وي۔ د بهارت، بنګله ديش، سري لنکا، انډونيشيا او مليشيا په شمول د جنوبي او پيسيفک ايشيا مختلف ملکونو کښې هم هر کال د ډيني تبه وبائي شکل اختياروي۔ تيرې څه موده کښې په بهارت او ميانمار کښې ډينګي وبا خطرناک شکل هم اختيار کړے وو او په کال 2011 کښې 89,832 او په کال 2015 کښې 21,000 کيسونه رپورټ شوي وو۔

پاکستان کښې د ډينګي خونړۍ تبه په آول ځل 2006 کښې د عوامي صحت لويه مسئله وګرځولے شوه کله چې 4800 مثبت کيسونه راغلل او 50 تنانو پکښې ژوند هم د لاسه ورکړو۔ د دغه وروسته په 2008 کښې هم د ډينګي وبا ټول ملک متاثره کړے وو۔  په کال 2011 کښې په پنجاب صوبه کښې ډينګي وبائي شکل اختيار کړے وو او 21,597 کښې د دغي تبي تصديق شوے وو چې پکښي 365 مړه شوې هم وو۔ د دغي وروسته تقريبا هر کال په زرګونو مثبت کيسونه مخي ته راځي او په سلګونو پکښې مري هم۔

خيبرپختونخوا کښې د دا بيماري د کال 2006 نه راپديخوا موجود ده ولې په کال 2013 کښې ئي ډير زور نيولے وو کله چې صرف سوات ضلع کښې 9024 مثبت کيسونه او 70 مرګونه رپورټ شول۔ هم دا رنګ په 2014 کښې هم له دې وجې يو شمير ماشومانو او زنانو په شمول يو شمير کسان دي تبې له وجې مړه شوې وو۔ په 2016 کښې د سوات سره نزدې سيمه بټخيله نه 272 مثبت کيسونه رپورټ شوې وو۔

×
×