lang_header_logo lang_header_logo

ضم شوې سيمي

د ضم شوې سيمو پيژنګلو:
ضم شوې سيمي په اووه قبائلي ضلعو مشتملي دي چې پکښې باجوړ، مهمند، خيبر، اورکزئي، کرم، شمالي او جنوبي وزيرستان شاملي دي۔ د نه علاوه شپږ قبائلي سب ډويژنې حسن خيل، دره آدم خيل، وزير، بيټني، درازنده او جنډوله هم د دي ضم شوؤ  سيمو برخه ده۔


 د انضمام وروسته نوے نظام:
قبائلي سيمو کښې انتظامي بدلون د اسلامي جمهوريه پاکستان آئين ۱۹۷۳ کښې پنځويشتم ترميم سره راوستے شوے دے۔ اوس دغه ضم شوي سيمو کښې د ملک ټول قوانين نافذ دي۔ د دې سيمو انضمام د پوليټيکل ايجنټ او ايډيشنل پوليټيکل ايجنټ څوکې ډپټي کمشنر او ايډيشنل پوليټيکل ايجنټ او د اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ څوکۍ د اسسټنټ کمشنر په څوکۍ بدليدو سره اوشو ۔ دې بدلون سره ډپټي کمشنر ته د ضلعي کليکټر، ايډيشنل پوليټيکل ايجنټ ته د سب ډويژن او اسسټنټ کمشنر ته د تحصيل کليکټر اختيارات ترلاسه شوې دي۔
د انضمام وروستو قبائلي سيمو ته د سپريم کورټ او پيښور هائي کورټ اختيارات وړاندي کړے شوي دي او د ډسټرکټ او سيشن جج تعيناتې سره عدالتي نظام په باقاعده توګه کار پيل کړے دے۔ دغه سيمو کښې اوس سول او د سيشن عدالتونه د فوجداﺭۍ او ديواني مقدمو اوروني او فيصلي د پاکستان د عام قوانينو مطابق کوي۔
د انضمام وروسته اوس د خيبر پختونخوا د قبائلي سيمو او د ملک د نورو برخو د قانوني، انتظامي او سياسي نظام تر مينځ هيڅ تفريق نشته دے۔
 
 
نوي نظام کښې د اولس کردار:

  • قائم شوې نظام کښې د عوامو کردار ډير اهميت لري او د دوي فعاله شرکت بغير دا نظام نيمګړے دے۔ د خدماتو وﺭکولو انتظامات هميشه د عوامو  د شرکت سره تړلي وي د کومي چې غوره نتيجي رابرسيره کيږي۔ د عام اولس د شرکت بله ګټه دا ده چې په قامي، علاقائي او مقامي سطح سرکاري محکمې جوابده کولے کيږي۔
  •    انتخاباتو کښې د اولس د شرکت مطلب دے چې هغوي عام انتخاباتو سره سره په بلدياتي ټاکنو کښې هم برخه واخلي۔  دې سره تاسو کولے شي چې د خپلي سيمي د ترقياتي کارونو په اړه فيصله سازي او منصوبه بندۍ عمل کښې شريک شۍ۔ موثره انتخابات دا خبره يقيني کوي چې د وسائلو په شفافه طريقه تقسيم سره د خدماتو رسائي عمل بهتر کړي۔ منتخب نمائندګان د ترقياتي سکيمونو څارنه کوې او په کاﺭ کولو ئي باقاعده او مسلسل نظر ساتي۔
  •   د کميونټي بيسډ آرګنائزيشن او سول سوسائټي آرګنائزيشنز په رنګ مقامي تنظيمونو د لاري د اولسي شرکت يو بل مهم کردار دا دے چي دي سره حکومتي محکمو ته د ترقياتي کارونو او مقاصدو غوره نتيجي ترلاسه کيږي۔ 
  •     عوام د سيلاب، زلزلې، ډينګي او کورونا وبا په رنګ هنګامي حالاتو کښې د اولس خبرتيا او شعور بيدارولو مهمونو کښې هم کردار ترسره کولے شي۔ 

بلدياتي نظام

مقامي حکومت يا بلدياتي نظام څه ته وائي:
مقامي حکومت ته د پاکستان د ۱۹۷۳ آئين لاندي تحفظ حاصل دے۔ د ملک د هرې صوبي وخت په وخت خپل بلدياتي نظام او د هغي د نفاذ طريقه کار وي۔ 
مقامي حکومتونه د آئين پاکستان د شق   140(a)لاندے قائم کړے شوې حکومت دريمه درجه ده  او دا په ښکته سطح اولس ته په سياسي عمل کښې د شرکت او ملکيت احساس ورکوي کومه چې د دوي په روزمره ژوند اثراندازه کيږي۔

 

د مقامي حکومت تشکيل:

  •    د نوي بلدياتي نظام لاندې به دوه درجاتي نظام نافذ کړے شوے دے، يو د تحصيل په کچ او دويم د ويلج يا نيبرهوډ کونسل په کچ۔ د تحصيل يا سټي مئير او چئيرمين انتخاب به هر تحصيل کښې د عام اولس د ووټونو په ذريعه کولے شي۔ پيښور کښې به سټي لوکل ګورنمنټ ته کيپيټل سټي ميټروپوليټين لوکل ګورنمنټ وئيلے شي۔ د لوکل ګورنمنټ ايکټ ۲۰۱۳ تر مخه د خيبرپختونخوا ټول اووه ډويژنل هيډکوارټرو کښې د تحصيل لوکل ګورنمنټ په ځائے سټي لوکل ګورنمنټ دﺭجه حاصله وي  چرته به چي ذمه وارياني هم لږي سيوا وي۔ 

  •     هر ويلج کونسل يا نیبرہود کونسل  (دی سی او این سی )نه به پہ انخاباتو کے حصه اخستونکي نمائندګانو کښې اووه نيغ په نيغه د ووټونو په ذريعه منتخب کيږي او ټاکني به په جماعتي بنيادونو کولے شي۔ د وي سي او اين سی په منتخب دري جنرل کونسلرانو کښې تر ټولو زيات ووټونه ترلاسه کوونکي ممبر ته به چئيرميني ورکولے شي۔ د وي سي او اين سي ممبرانو کښې به دري جنرل کونسلران، يو زنانه، يو يوتهه او د اقليتونو ووټونو موجودګئ په صورت کښې يو اقليتي ممبر شامل وي۔ ۔ که چري يو وي سي يا اين سي نه ټول جنرل کونسلران بغير د مخالفت او ووټونو منتخب شول نو داسي صورت کښې به چئيرمينۍ د پاره د دغه وي سي يا اين سي منتخب نمائندګانو تر مينځ د ټاکلي شوې طريقه کار لاندې انتخاب کولے شي۔ 

د مقامي حکومت مهم اړخونه:
بلدياتي نظام د قيام مقصد دے چې په مقامي سطح ترقياتي کارونه ترسره کړي او د لوکل ګورنمنټ ايکټ ۲۰۱۳ ( ۲۰۱۹ کښې ترميم شوے) کښې ورکړے شوې اختيار لاندے اولس ته په مقامي کچ بنيادي شهري سهولتونه ورکړے شي۔ هر بلدياتي نظام لپاره په سياسي، مالياتي او انتظامي معاملو کښې ډيره خودمختاري د نظام د قائم او ژوندي ساتلو لپاره ضروري ده۔

  •    مقامي حکومتونو ته منتقل شوې اختياراتو د استعمال لپاره د ضمني قوانينو منظوري

  •    د مقامي ټيکسونو منظوري او نفاذ

  •    مقامي سيمو د پاره د لنڈو او  غٹو یا زیاتو محالہ ترقياتي منصوبو جوړخت او منظوري

  •   د ميونسپل قوانينو نفاذ

  •    د قانون لاندي لګولے شوې جرمانو او ټيکسونو راجمع کول او د بجټ تيارے

  •   لوکل کونسلز د ميونسپل خدماتو ورکولو، بنيادي ډهانچے او شهري سهولتونو برقرار ساتلو، سماجي څانګه کښي د ترقياتي منصوبو نافذولو او د تنظيمي فعاليتونو د پاره هم په ذمه دي

د تحصيل مقامي حکومت څه دے

د ضلعي په هر تحصيل کښي به يو تحصيل لوکل ګورنمنټ يا مقامي حکومت وي کومه به چې په چئيرمين او د تحصيل مقامي انتظاميه باندي مشتمل وي

  •    د تحصيل مقامي حکومت چئيرمين به د سياسي پارټو په بنياد کيدونکي بلدياتي انتخابو کښې د ووټونو په ذريعه ټاکلے کيږي۔ دغه ووټونو لپاره به هر يو تحصيل ځانله حلقه وي۔

  •    د تحصيل لوکل ګورنمنټ واک اختيار به د تحصيل لوکل ګورنمنټ د چئيرمين سره وي او هغه به د دي ذمه وار وي چې د تحصيل لوکل ګورنمنټ چارې د دي لوکل ګوﺭنمنټ  ايکټ  ۲۰۱۳او نور متعلقه قوانينو مطابق ترسره کړي

  •     د تحصيل لوکل ګورنمنټ چاري ترسره کولو د پاره به چئيرمين ته د تحصيل مقامي انتظامئي او نور هغه ټولو محکمو مرسته حاصلہ وي کومه چې د قانون مطابق دوي ته سپارلے شوي دي۔

  •     د ضلعي ښاريځي سيمه به حکومت  د سټي لوکل ګورنمنټ اعلان کولے شی او هغلته به ډويژنل هيډکوارټر پہ سطح پہ تحصیل کے قائمولے شي۔

  •     د دے نہ علاوہ لوکل ګورنمنټ ايکټ ۲۰۱۳د مقاصدو لپاره حکومت د نائيبرهوډ يو بل ګروپ هم د سټي لوکل ګورنمنټ په توګه اعلانولے شي

د تحصيل کونسل کار او اختيار

  • د چئيرمين تحصيل لوکل ګورنمنټ لخوا تجويز شوې ټيکسونو او جرمانو منظوري

  • تحصيل لوکل ګورنمنټ ته سپارے شوي خدماتو د فراهمئ لپاره د ضمني قوانينو منظوري

  •  تحصيل لوکل ګورنمنټ لپاره د بجټ او فنډونو منظوري

  • د لوکل ګورنمنټ چئيرمين لخوا تجويز شوې د اوږد او لنډ محاله منصوبو منظوري

  •  د تحصيل کونسل ميونسپل دفتر، تحصيل دفتر او د نورو متعلقه محکمو دفترونو لپاره قائمه کيمټئ ټاکل۔ د قائمه کميټي ذمه واري د دغه محکمو چاري کتل دي۔ دا کميټياني د محکمو کارکردګۍ، ردعمل او د خدماتو فراهمۍ معيار په اړه خپل نظر تحصيل کونسل ته استوي چې جائزه ئي واخستل شي۔

  •  د خزاني کميټۍ، اکاونټس کميټۍ، ضابطه اخلاق او کونسل ټاکل

  •   د تحصيل کونسل کميټی منتخب کول چې هغه د هغه رقم جانچ پړتال وکړی، کوم چې په بجټ کښې د تحصيل بلدياتی حکومت د خرچې د پاره مختص کړے شوی وي، آډټ رپورټ، د آمدن ګوشواره او دغه شان نور معاملات د چيرمين په حيث وړاندې کول.

  •   د يوداسې کميټۍ انتخاب کول چې هغه په تحصيل کونسل کښې کار کولو ته توجو را ګرځولو اهتمام و نګرانی او د معاملاتو سمولو کوشش وکړی.

  •  د چال چلن د قوانينو د پاره يو کميټی منتخب کول چې د ممبرانو په ضابطۀ اخلاق نظر ساتي.

  • د تحصيل اکاؤنټ کميټې په تجويزونو، سفارشونو او رپورټونو نظر ثاني کول.

  • د تحصيل لوکل ګورنمنټ د چيرمين له اړخه وړاندې کړې شوې د کارکردګۍ په رپورټ نظر ثانی / معائنه کول.

  •  د چيرمين په عدم موجودګۍ کښې د تحصيل کونسل يو ممبر / غړے د اجلاس د عارضی صدارت د پاره ټاکل / منتخب کول.

  •  د هيڅ يو څيز هم صوبائی حکومت ددې اختيار نه نشي محرومه کولی۔ صوبایی حکومت تہ دا اختیارات وی چې هغه دې د شهري مقامي حکومت د پاره د يو سکيم يا پراجيکټ منظوري ورکړي او نافذ کړي.

د سيټی لوکل کونسل کردار

  •  د سيټی کونسل د کارکردګۍ پحقله د تکميلی رپورټ معائنه کول.

  •  د  مقامی خکومتونوقانون  زیلی دفعه (r)  دسيکشن (2) مطابق د بلدياتي خدماتو / کارونو متعلق د تجويزونو منظوري ورکول.

  •  د هغه غټو منصوبو منظوری ورکول چې د کومو اعلان سټی لوکل ګورنمنټ کړے وي.

  •  د درېمې او دوېمې درجې د سيوريج نظام، د ونو بوټو انتظام او د سيلابي / طوفانی اوبو د نکاسۍ بندوبست کولو منظوري ورکول.

  •  د سېلاب قابو کولو د پاره د ونو بوټو او د نورو هنګامی منصوبو منظوری ورکول.

  •  د پارکونو، د لوبو ميدانونو، د لوبو او د نورو صحتمند او تفريحی سهولتونو د پاره د منصوبو منظوري ورکول.

  •  آرټ ګيلرۍ، لائبريرۍ او کميونټی سنټرونه قائمول / جوړول او د دوی پرمختګ او حفاظت کول.

  • د قدرتي مناظرو، يادګارونه جوړولو او د بلدياتي عمارتونو د زيبائش د پاره د منصوبو منظوري ورکول.

  •  د ښاريې په سيمو کښې د تاريخي او آثار قديمه / يادګاري عمارتونو د حفاظت پۀ توګه ددې د پرمختګ، تجديد او دوباره ترقی د پاره د منصوبو منظوری ورکول.

  •  د علاقي  منډيانو او د ښار نه بهر د تجارتي مرکزونو د پاره د نافذ شده قانون او ضابطو مطابق د منصوبو منظوری ورکول.

  •  هيڅ يو څيز هم صوبائی حکومت ددې اختيار نه نشي محرومه کولے چې هغه دې د شهري مقامي حکومت د پاره د يو سکيم يا پراجيکټ منظوري ورکړي او نافذ کړي.

د تحصيل لوکل ګورنمنټ چئيرمين يا مئير اختيارات او ذمه واريانې

  •  د تحصيل لوکل ګورنمنټ لپاره ترقياتي کارونو، قيادت او موثره فعاليت لپاره د صحيح لار انتخاب کول

  •  د بنيادي ډهانچې، ترقي او د خدماتو فراهمي غوره کولو د پاره د تحصيل کونسل لخوا منظور کړے شوې مقاصدو حاصلولو لپاره  خکمت عملی یا منصوبہ سازی معياد ټاکل

  • د ضلعي په سطح ترقياتي کارونو او خدماتو فراهمۍ په لړ کښې د ضلعي انتظامئي سره صلاح مشوره کول

  • د سپارل شوو فرائضو نفاذ، مالي او انتظامي ډسپلن يقيني کول

  • د تحصيل سالانه ترقياتي پروګرام د اجرا، د ميونسپل خدماتو، بنيادي ډهانچې او ترقي سالانه پروګرام څارنه 

  • تحصيل کونسل نه منظورۍ لپاره د بجټ تجاويز تيارول

  • تحصيل کونسل ته د تحصيل لوکل ګورنمنټ محکمو د کارکردګۍ په اړه هر شپږ مياشتې پس رپورټ ورکول

  • په تحصيل کښې د مکمل شوی ترقياتي کارونو سه ماهی (درې مياشتنۍ) رپورټ را غوښتل او پۀ تحصيل کونسل کښې وړاندې کول او بيا د متعلقه صوبائي محکمو او د تحصيل کونسل د سفارشونو سره ضلعی ايډمنسټريشن ته وړاندې استول.

  •  د تحصيل کونسل په ذريعه د څاروو په منډۍ کښې اخستل خرڅول او خدماتو سره سره د کرائۍ، لائسنس، پرمټ او اجازت نامه جاري کول او ددې پۀ خلاف ورزۍ سزا ورکول.

  •  دا اختيار ورکول چې هغوی نوټس، مقدمه، درخواست دعوی جاري کړی، او د مجرمانه، سول (معاشرتي معاملات) کيسونو دې پيروي وکړی او چې څوک د قانون خلاف ورزي کوي نو د هغوی خلاف دې کارروائي وکړی.

  •   د تحصيل په سطح په ويلج او نيبر هوډ کونسل د بلدياتي تقريباتو کولو مدد کولو او شرکت کول او نګرانی کول.

  • د ترقياتي  ادارو نګران افسرانو ته د خپل منصب نه د خپلو زمہ وارو ترسرہ کولو حکم جاري کول.

  • د تحصيل په مقامی حکومت کې د عهديدار (منصبدار/ملازم) د کارکردګۍ او نظم او ضبط د قاعدې په خلاف ورزۍ مناسب کارروائی کولو سفارش کول.

  •   تحصيل لوکل ګورنمنټ به په سماجی او رسمي تقريباتي موقعو نمائندګي کوي.

  • حکومت يا بله يوه محکمه لہ طرفہ چی زمہ داریانے حوالہ شی نو ھغہ ترسرہ کول.

  • چئيرمين به په ذاتي توګه ذمه وار وي چې که چرې ددۀ د حکم په ذريعه څۀ قسمه نقصان وشو يا د قانون خلاف ورزی وه شوه، يا د هغه قانون يا دفعې چې کوم وخت په وخت نافذ کېږي خلاف ورزی وشوه يا يې د خپل اختيار نه بالاتر خرچه کړې وه.

د پورته بيان شوې ذمه واريانو نه علاوه د مئير څه اضافي ذمه وارياني هم دي کومه چې لاندے ورکړل شوې دي

  •  د بلدياتي سړکونو، ټريفک، ټيکس، بنيادي ډهانچی او اولسي مفاد د سرکاری مخصوص قاعدې او د قانون د نفاذ تنقيدي جائزه اخستل / نظر ثاني کول (چې د صوبائی حکومت د ترقياتي پاليسۍ خلاف نۀ وي).

  • تجويزونه منظورول: چې د ميونسبل سروسز سره نسبت لري، لکه څنګه چې په سيکشن 2 (r) کښې بيان شوی دی.

  • هغه غټو بلدياتي منصوبو او پراجکټونو منظوري ورکول چې کومې سټی لوکل ګورنمنټ منظوﺭي وﺭکړي وي.

  • د درېمې او دوېمې درجې د سېوريج خور وور نظام او د بوټو د خصمانې منظوري ورکول.

  • د طوفاني / سيلابي اوبو او د نکاسۍ د اوبو د پاره انتظام کول.

  • د سېلاب نه د بچاوو د پاره د سېلاب اندازه لګولو د پاره تدبير کول او په هنګامی بنياد منصوبې جوړول.

  • د اسپتالونو او کارخانو د زهريلا او خطرناک مواد د اوچتولو د پاره منظوري ورکول او انتظام کول.

  • د ماحولياتي آلودګۍ بشمول فضائی، اوبو او د پټو د آلودګۍ قابو کولو د پاره عملدر آمد کول د وفاقي او صوبائي قانون او معيار مطابق.

  • پارکونه، د لوبو ميدانونه او نور تفريحي ځايونه قائمول.

  • آرټ ګيلرۍ، لائبرېرۍ او کميونټي سنټرونه جوړول.

  • د قدرتي منظرونو، آثار قديمه او بلدياتي يادګارونو د پاره د منصوبو منظوري ورکول.

  • د تاريخي او ثقافتي یادګارونو د بهترۍ، مرمت، تجديد او زيبائش د پاره اقدامات کول.

  • علاقائی او د ښهر نه لرې منډۍ جوړول د قانون په دائره کښې د ننه او د هغه قواعد و ضوابط مطابق کوم چې وخت په وخت نافذ کېږي.

  • مئير به پۀ ذاتي توګه ذمه وار وي چې که چرې ددۀ د حکم په ذريعه څۀ قسمه نقصان ؤشو، يا د قانون خلاف ورزی ؤشوه يا د هغه قانون يا دفعې چې کوم وخت په وخت نافذ کېږي، خلاف ورزی وه شوه يا ئې د خپل اختيار نه بالاتر خرچه کړې وه.

ويليج کونسل او نيبرهوډ کونسل

ويليج کونسل او نيبر هوډ کونسل د مقامي حکومت تر ټولو وړوکي اکائي ده د کومي چې د لوکل ګورنمنټ ايکټ ۲۰۱۳ لاندې يو شمير ذمه وارياني دي۔ کلي وال خاصيتونه لرونکي سيمي ته ويليج کونسل ولي ښاريزو سيمي ته نيبرهوډ کونسل وئيلے شي۔

د ويليج کونسل يا نيبرهوډ کونسل جوړخت
ويليج کونسل او نيبر هوډ کونسل مشتمل دے په : 

  •   دري جنرل کونسلرز، زنانه هم پکښې برخه اخستے شي

  •   يو زنانه ممبر

  •   يو نوجوان ممبر

  •  يو کسان يا مزدور ممبر 

  •  يو اقليتي ممبر وي چرته چې اقليتي ووټر نوم درج وي

د ويليج کونسل اور نيبرهوډ کونسل ذمه واريانې

  •  د کلي يا په مقامي سطح د ترقياتي کارونو نفاذ

  • د کلي په سطح د صفائي او تحفظ چارې ترسره کول

  • سيمي ته پکار د هغه ترقياتي کارونو پيژنګلو کول او تحصيل لوکل ګورنمنټ ته په ګوته کول چې هغوي ئي د تحصيل په سطح تر سره کيدونکي ترقياتي منصوبو کښې شامل کړي

  • سيمه کښې د نوي پيدائش، مرګونو، ودونو او طلاق رجسټريشن کول

  • د سکيم وائز سالانه ترقياتي پروګرام  چی پہ ھغی کے ھرہ منصوبہ شاملہ وی په شمول په سالانه بجټ غور کول او منظوري ورکول او د لوکل کونسل لخوا تر سره کيدونکي نورو خدماتو وﺭکړه 

  • د کلي او نيبرهوډ کونسل په کچ د لوبو او کلتوري دستورو تابيه او مالي امدادکول

  • د کلي په سطح د څاروو منډياني لګول

  • د اکاؤنټ کميټئ ټاکنه او اکاؤنټس او آډټ رپورټس په اړه د هغوي تجاويزو ته کتنه.

  •  د مانيټرنګ کميټۍ د لاري د تعليم، صحت، زراعت، اوبو، صفائي او آمدن په شمول د مختلفو خدماتو ورکونکو کارکردګي څارل۔ مانيټرنګ کميټي به خپل رپورټ د لوکل ګورنمنټ اينډ رورل ډيويلپمنټ  متعلقه اسسټنټ ډائريکټر په لاس د تحصيل لوکل ګورنمنټ متعلقه چئيرمين ته استوي چې پري غور وکړے شي او ايکشن پري واخستے شي۔

  • سيمه کښي د ځناورو د حملو د بچاؤ لپاره بندوبست کول 

  • د سماجي اعشاريو په اړه بنيادي معلومات جمع کول، تيارول، قائم ساتل او وخت په وخت نوي کول

  • تحصيل لوکل ګورنمنټ ته د هغوي ذمه وارياني تر سره کولو په لړ کښې مرسته او اسانۍ ورکول۔

  • او هره هغه زمه واري ترسره کول کومه چې د حکومت يا تحصيل لوکل ګورنمنټ لخوا وسپارل شي

  • متعلقه ويليج يا نيبرهوډ کونسل به په سروے منعقد کولو، سماجي او معاشي معلومات راجمع کولو او د ميونسپل او ټولنيز سهولتونو او خدماتو لپاره د ځائے ټاکلو کښي د تحصيل لوکل ګورنمنټ مرسته کوي۔

  • ضلع کښي د ويليج او نيبرهوډ کونسل  د سيکرټري متعلق چارو په اړه د صلاح مشوري ذمه واري د اسسټ ډائريکټر لوکل ګورنمنټ ده۔

د وي سي او اين سي د چئيرمين کردار او ذمه واريانې

  •     د کونسل په کچ ترقياتي کارونو لپاره قيادت فراهم کول او د بجټ تيارے

  •     د ويليج او نيبرهوډ کونسل بجټ د منظورۍ لپاره وړاندې کول

  •    په متعلقه ويليج کونسل يا نيبرهوډ کونسل کښې د ميونسپل انفراسټرکچر لپاره انتظام کول

  •   د ممبرانو د پينل صدارت به کوي چې د جنګ جګړو نه پاک ماحول جوړ کړی.

  •   ضلعي انتظاميه او تحصيل لوکل ګورنمنټ (مقامي حکومت) ته به رپورټ ورکوي 

  •   د رياست او مقامي حکومت په جائيداد تجاوزات

  •   د زمکي استعمال او بلډنګز لپاره ټاکلے شوې پلانز، کوډز او قوانينو خلاف ورزي

  •   د خطرناک او جارحانه څيزونو خرڅ او تجارت

  •   خوراک کښې ملاوټ، او

  • د ويليج کونسل يا نيبرهوډ کونسل  پہ سیمہ کے  د اوبو خور لپاره د اوبو سپلائي سهولتونو خلاب ورزی 

  •  هر درې مياشتي پس د رپورټ تياري او لېګل

  •  په هره معامله کښې اجلاس را غوښتل، که د سيکرټری نه څه اطلاع راغلې وي يا خصوصاً د کونسل د عهديدار په وينا.

  •  د ودونو لائيسنس راجسټرار منظورۍ نګرانی کول څنګه چې پۀ دفعه (d)  رول نمبر 4 کښې د خيبر پښتونخوا پيدائش، مرګ، وادۀ او طلاق د وادۀ د بربادېدلو رجسټريشن اينډ سرټېفيکشن رول 2021 کښې هدايات ورکړي شوي دي.

  •  چئيرمين به په مقرره شوې دائره کښې د ننه د خرچ کولو منظور شوے اختيار لري او د لوکل ګورنمنټ تحصيل سپروائزر به د ترقياتي اخراجاتو اجازت نامه د پرنسپل اکاونټنگ آفيسر نه د اخراجاتو نه وړاندې ترلاسه کوي.

  • چئيرمين به په ذاتي توګه ذمه وار وي، که چرې ددۀ حکم پۀ ذريعه څۀ قسمه نقصان وُشو يا د قانون خلاف ورزی وُشوه يا د هغه قانون يا دفعې چې کوم وخت په وخت نافذ کېږي، خلاف ورزی وُشوه يا ئې د خپل اختيار نه بالاتر خرچه کړې وه.

 وي سي او اين سي کښې د عوامو کردار:
په ويليج کونسل او نيبرهوډ کونسل کښې د عوامو کردار د بلدياتي انتخاباتو پر محال زيات اهميت لري۔ دوي د وي سي او اين سي لخوا د تعليم او صفائي لپاره تابعہ یا څارنہ کيدونکي دستورو کښې برخه اخلي او د پيدائش او مرګ رجسټريشن طريقه کار په اړه د اولسي شعور مهمونو کښې هم ګډون درلودي۔

د وي سي او اين سي سيکرټريز او د هغوي ذمه واريانې

د ويليج کونسل او نيبر هوډ کونسل سيکرټري د وي سي او اين سي په سطح يوه سرکاري څوکۍ ده د چا ستر کردار چې د وي سي او اين سي کونسل او چئيرمين ته دفتري کارونو کښې مرسته ورکول ده۔

 د وي سي او اين سي سيکرټري ذمه وارياني:

  •    د کونسل په سرګرميو / چلولو کښې د چيرمين مدد کول.

  •  د چيرمئين او د کونسل مدد کول د ترقياتي کارونو په نګرانۍ کولو کښې.

  •  وخت په وخت د ترقياتی سکيمونو رپورټ تيارول او د چيرمين د منظوري نه پس کونسل ته وړاندې کول.

  •  د خپل کارکردګۍ پحقله ضروري معلومات کونسل ته رسول.

  •  د چئيرمين د منظورۍ نه پس معلومات، ضروري ډيټا، تحصيل لوکل ګورنمنټ، ضلعي انتظاميه او لوکل ګورنمنټ کميشن ته د متعلقه اسټنټ ډائرکټر په ذريعه رسول.

  •  دے به د کونسل فوکل پرسن په حيث کار کوي.

  • دا خبره به يقيني کوي چې د کونسل کارروائی د قانون او د قواعدو ضوابط مطابق ؤشي.

  • د کونسل په حدودو کښې چې کوم دفترونه دي، ددې د کارکردګۍ متعلق رپورټ جوړولو کښې به د چئيرمين مدد کوي.

  • د کونسل د پاليسۍ په ضابطه بندۍ کښې به د چئيرمين مدد کوي او اهم معاملات به ددۀ پۀ نظر کښې راولي. د ټېکسيشن د پاره به ټول تجويزونه سره د ضروري قوانينو د چئيرمين په ذريعه د کونسل مخې ته راولي شرط به دا وي چې د ټېکسيشن دا تجويزونه به د لوکل ګورنمنټ ټېکسيشن قانون او د هغه قانون مطابق علمدر آمد کېږي چې کوم وخت په وخت نافذ کېږي.

  • د چئيرمين به د کونسل په کار روائۍ او انتظام کولو کښې مدد کوي.

  • د کونسل د کار روائۍ ټول ريکارډ به په يقيني توګه سنبال ساتي.

  • د جګړو ختمولو او دوستانه ماحول جوړولو کښې د چئيرمين مدد کول.

  • د اھم و اقعاتو رجسټريشن او سند ورکول دې يقيني کړی لکه د پيدائيس مرګ، وادۀ او طلاق څنګه د خیبرپختونخوا پيدائش، د مرګ، وادۀ او طلاق يا د وادۀ د ختمولو رجسټريشن اينډ سرټېفيکيشن قانون 2021 کښې حکم ورکړے شوے دے.

  • د عهديدارانو پۀ مشوره د خپل کونسل يوه معلوماتی رپورٹ په يقيني توګه جوړه کړې شي او هر کال دې ددې خاکې تجديد کېږي او د کونسل پۀ اجازت دې دا ښکاره ؤلګولے شي.

د پيدائش سرټيفيکيټ رجسټريشن او اجرا

کله چې يو ماشوم پيدا شي نو دا ئي بنيادي حق دے چې يو باقاعده نوم ورله کيخودل شي او دغه نوم بيا د ويليج کونسل يا نيبرهوډ کونسل په سرکاري رجسټر کښې درج کړے شي۔ کله چې د ويليج کونسل يا نيبرهوډ کونسل سيکرټري ته يو پيدائش په اړه معلومات ورکړے شي نو د هغه په نوم په باقاعده توګه يو سرټيفيکيټ جاري کرے شي۔ دا د والدينو ذمه داري ده چي د ماشوم پيدائش په اړه د خپل متعلقه ويليج کونسل يا نيبرهوډ کونسل سيکرټري ته معلومات ورکړي او رجسټريشن لپاره درخاست جمع کړي۔ د رجسټريشن لپاره د درخواست معياد د ماشوم پيدائش نه تر ۹۰ ورځو پورې دے ولي څه ناګهاني مسئلو د وجې که دغه درخاست وروسته شې نو بيا ئي هم سيکرټري بعضي لوازمات تر سره کولے وروسته منظورولے شي۔ د ټولو پکار دستاويزاتو سره د درخواست ورکولو وروستو به د ويليج کونسل يا نيبرهوډ کونسل سيکرټري د دغه ماشوم د پيدائش سرټيفيکيټ جاري کوي۔

د مرګ اندراج او سرټيفيکيټ اجرا

د يو تن د مرګ په صورت کښې د هغه په ورثاؤ دا لازم ده چې خپل ويليج کونسل يا نيبرهوډ کونسل د سيکرټري دفتر نه د مرګ د اندراج فارم راواخلي او ډکولو وروسته ئي بيرته جمع کړي۔ دغه فارم سره به د ډاکټر يا ګورکن لخوا ورکړل شوے سرټيفيکيټ او د هغوي شناختي کارډ نقل هم جمع کولے شې کومه به چې د ويليج کونسل يا نيبرهوډ کونسل په ډيتهه رجسټر کښې درج کولے شي او د هغې وروسته به ورثاؤ ته د مرګ سرټيفيکيټ ورکولے کيږي۔ په ويليج کونسل يا نيبرهوډ کونسل کښې د مرګ اندراج لپاره ټاکلے شوے معياد ۹۰ ورځې دے او د وي سي او اين سي سيکرټري لپاره به لازمي وي چې اندراج وروسته دوه ورځو کښې دننه ورثاؤ ته سرټيفيکيټ ورکړي۔ که چرې ورثا د مرګ اندراج د ۹۰ ورځو وروسته وکړو نه سيکرټري ته اختيار دے چې د سرټيفيکيټ اجرا  کښې اووه ورځو پوري وخت واخلي۔

د واده اندراج

درخاست ګزار لپاره لازمه ده چي د واده وروسته ۳۰ ورځو کښي دننه خپل ويليج کونسل يا نيبرهوډ کونسل کښې اندراج لپاره درخواست ورکړي۔ درخاست سره د نکاح رجسټرار يا ټاکلے شوې قاري شناختي کارډ او هغه فارم جمع کول هم لازمي وي کومه چې د جينئ او هلک له اړخه د دوه ۔ دوه ګواهانو په موجودګئ کښې ډک کړے شوے وي۔ نکاح نامه يا نکاح سرټيفيکيټ بغير د څه فيس نه ورکولے کيږي۔ که چري نکاح د ويليج کونسل يا نيبرهوډ کونسل د حدود نه بهر تر سره شوې نو بيا به د نکاح نامې لپاره چئيرمين سره بعضي دستاويزات لکه سټامپ پيپر وغيره هم جمع کولے شي۔ د څه ستونزے په صورت کښې فوري کاروئي لپاره معامله د ضلعي لوکل ګونمنټ اسسټنټ ډائريکټر وړاندے کيخودل کيدے شي۔ د ټول لازمي دستاويزاتو جمع کولو وروسته به نکاح نامه دري ورځو کښې ورکول کيدے شي۔  

د طلاق اندراج او سرټيفيکيټ اجرا

درخاست ګزار لپاره لازمي ده چي د طلاق کيدو ديرش ورځو کښې دننه خپل طلاق په متعلقه ويليج کونسل يا نيبرهوډ کونس کښي رجسټر کړي۔ د طلاق رجسټريشن لپاره درخاست ګزار د ويليج کونسل يا نيبرهوډ کونسل د سيکرټري نه يو مخصوص فارم ترلاسه کولے شي کومه به چي اول د نکاح رجسټرار رجسټر کښي درج کولے شي او وروسته به د طلاق نامي ترلاسه کولو لپاره د ويليج کونسل يا نيبر هوډ کونسل سيکرټري سره جمع کولے شي۔ دغه پورته بيان کړے شوي ټول معلومات به د ويليج کونسل يا نيبرهوډ کونسل دفتر کښي ضروري کاروائي وروسته د نادرا نظام ته هم خيژولے شې چې په قامي کچه ئي ريکارډ اپډيټ شي۔ 

  •  د باخبره فيصله سازۍ او موثره مستقبل د منصوبه بندۍ لپاره د پورته بيان شوي مهم اعداد و شمار راجمع کول، ليکل او رپورټونه جمع کول 

  • د دفتري چارو په غوره طريقي سره تر سره کولو په خاطر ويليج او نيبر هوډ کونسل سره مرسته کول

  • د کونسل چئيرمين سره شريک دستخط کننده

  • د ترقياتي خرچ، مفاهمت او اکاؤنټ سخته څارنه کول او پرنسپل اکاؤنټنګ آفسر ته رپورټ جمع کول

  • حکومت لخوا وخت په وخت سپارل کيدونکي سروے کول

  • د ص فائي، پوليو او کورونا په اړه مهمونو کښي مرسته ورکول

  •  د اسسټنټ ډائريکټر لوکل ګورنمنټ اليکشنز اينډ رورل ډويلپمنټ ډيپارټمنټ يا صوبائي حکومت لخوا مختلف وختونو کښي سپارل کيدونکي نوري ذمه وارياني

لوکل ګورنمنټ محکمې لخوا ورکول کيدونکي خدماتو خلاصه

محکمه بلديات په ويليج کونسل، نيبر هوډ کونسل او تحصيل سطح اولس ته مهم خدمات ورکوي۔ د ويليج کونسل يا نيبر هوډ کونسل او تحصيل په سطح ورکول کيدونکي خدماتو تفصيل لاندے ورکړے شوی دی۔
1.    اندراج (پيدائش، مرګ، واده، طلاق) د پيدائش، مرګ، واده او طلاق سرټيفيکيټ فراهمي د ويليج کونسل يا نيبرهوډ کونسل تر ټولو مهم خدمت دے۔ يو تن دا سرټيفيکيټس د وي سي يا اين سي دفتر ته په ورتګ او ځيني ضروري او بنيادي لوازمات تر سره کولو سره حاصلولے شي۔ 
2.    د بلډنګ پلان يا د عمارت د تعمير منصوبي منظوري د تحصيل سره ده کومه چې تحصيل ميونسپل انتظاميه د بلډنګ پلان او نور متعلقه دستاويزاتو جمع کولو وروسته جاري کوي۔
3.    د صفائي خدمات: د متعلقه ويليج کونسل او ميونسپل انتظامئي د حدودو نه د خځلي يا ګند راټولول او ضايع کول
4.    د سيمي اوسيدونکو ته د څښکلو صفا اوبو وﺭکول۔
5.    د سټريټ لائټس يا لارو کوڅو کښې د بلبونو لګول او خيال ئي ساتل
6.    ميونسپل انتظامئي لخوا د څاروو د منډئ چلول او خيال ساتل
7.    سيمه کښې د لوبو او کلتوري دستورو ته وده وﺭکول

 

د بلډنګ پلانز يا عمارتونو د منصوبو منظوري

د تحصيل ميونسپل انتظامئي په حدودو کښي د هيڅ قسمه نوي جوړيدونکي يا زوړ عمارت بيا بحالۍ لپاره د ټي ايم اے نه دي ( نوي يا بيا بحالۍ) بلډنګ پلان منظوري اخستل لازمي ده، په غرض د دې چې د عمارت بنيادي ډهانچې، کار پارکنګ او نور لازمي سهولتونه لکه جماعت، واش رومز، د هوا د تګ راتګ باقاعده نظام، هنګامي  صورت د وتلو لار او د ګنده اوبو د نکاسي نظام پکښې يقيني کړے شي۔ هم دا رنګ ټولو اوسيدونکو د پاره د بنيادي سهولتونو فراهمي په ښه انداز سره يقيني کولے شي۔ اولس ته پکار دي چې د تعمير نه وړاندي د خپلو ودانو لپاره د تحصيل ميونسپل انتظامئي نه منظوري واخلي کومې سره به نه صرف د عمارت په ښه شان جوړخت يقيني کړي بلکه بل اړخ ته په ټاکلے شوي معيار عمارت جوړولو سره به ورته بنيادي سهولتونه هم ميلاؤ شي۔ دي نه علاوه دي سره به د سيمي ښائيست کښې هم اضافه وشي۔
د کاروباری عمارت لپاره د بلډنګ پلان منظورۍ معياد ديرش ورځي دے ولي رهائشي عمارت لپاره به د پلان منظوري پنځلس ورځو کښې ورکولے شي۔ د ماډل بلډنګ بائي لاز ۲۰۱۷ په اړه تفصيلي معلومات د لوکل ګورنمنټ په ويب پاڼه موجودي دي۔  

 

د صفائي خدمات

د ويليج کونسل، نيبرهوډ کونسل يا تحصيل ميونسپل انتظامئي د حدودو نه د ګند يا خځلې د راټولولو او ضايع کولو چارې متعلقه ټي ايم ايز تر سره کوي۔ ويليج کونسل خځله د ويليج کونسل سټاف راټولوي۔ ټي ايم اے سټاف دغه خځله په باقاعده توګه يو مخصوص ټاکلے شوي ځائے کښي ضائع کوي۔ نيبرهوډ کونسل کښې دغه ګند د ټي ايم اے د صفائي سټاف راټولوي او ضايع کولو د پاره ئي مخصوص ځائے ته رسوي۔ 
په دغه ټولو صورتحالونو کښې دا د عام عوام ذمه واري ده چې خپله خځله يو مخصوص ځائے ته په مخصوص وخت راجمع کړي چرته نه به چې بيا د ټي ايم اے غړي دغه بيا ضايع کولو د پاره اوچتوي۔ د اولس د فعاله کردار، صفائي او خځلې جمع کولو بغير د وي سي، اين سي او ټي ايم اے د پاره دا ذمه واري يواځي تر سره کول ممکن نه ده۔
د صفائي خدماتو فراهمي محکمي سره د وسائلو په موجودګۍ منحصره ده۔

 

د څښکلو اوبو فراهمي

د څښکلو اوبه هغه اوبه دي چي انساني استعمال د پاره موزو وي۔ دا د ټي ايم اے او پبلک هيلته انجينئيرنګ محکمي تر ټولو لويه ذمه واري ده چې د سيمي اوسيدونکو ته د څښکلو قابل اوبو فراهمي يقيني کړي، د اولس هم ذمه واري ده چې د ټي ايم اے او پبلک هيلته انجينئيرنګ محکمي د پائپونو نه  قانوني نلکے ولګوي او باقاعده ئي بل ادا کړي۔ د دغه اوبو بل د هغه خرچو په نسبت د نيشت برابر دے کومه چې ټي ايم اے د پائپونو او اوبو فراهمي سکيمونو په ساتنه خرچ کوي۔ ټي ايم اے لخوا اوبو لپاره ټاکل شوي نرخ فکس دے۔ چونکه اوبه يوه قيمتي سرمايه ده او د اوبو د سطحي نه معلوميږي چې زمکه کښې ورځ په ورځ په لاندې روانه ده۔ دا قيمتي وسيله د ضايع کيدو نه بچ کيدو لپاره صارفين ته ډير په عقلمندۍ سره د دې استعمال پکار دے ځکه چې په دي د راتلونکو نسلونو هم برابر حق دے۔
د څښکلو اوبو فراهمي محکمي سره د وسائلو په موجودګۍ منحصره ده۔ 

سټريټ لائټس يا د کوڅو بلبونه

وي سي، اين سي او ټي ايم ايز د خپلې سيمي د اولس حفاظت او سکيورټي لپاره سټريټ لائټس يعني کوڅو کښې بلبونه لګوي۔ هر وګړے په خپله کوڅه کښې د بلب لګولو، بدلولو يا د بلب ټاور لپاره ويليج کونسل، نيبرهوډ کونسل يا ټي ايم اے ته درخواست ورکولے شي۔ د دغه سهولت د غلا په صورت به اولس په فوري توګه په دي اړه ويليج کونسل، نيبر هوډ کونسل يا ټي ايم اے خبروي چي د مجرمانو خلاف په وخت کاروائي وکړے شي۔
د سټريټ لائټس فراهمي محکمې سره د وسائلو په موجودګۍ منحصره ده۔

 

د څاروؤ منډۍ

ټي ايم اے په خپل حدودو کښې يو داسي ځائے کښې د څاروؤ منډۍ قائموي چرته چې د څاروؤ راجمع کولو ګاړو لپاره کافي ميدان وي چې د رش او ټريفک جام نه محفوظ پاتي شي۔ کوم تنان چې منډۍ کښي څارؤي اخلي يا خرڅوي نو ډير کم فيس ټي ايم اے سره جمع کوي چي بدل کښې ئي دوي ته د دي ټول سهولتونو نه علاوه باقاعده سکيورټي او د څاروو شفاف لين دين اساني ورکول کيږي۔ په عمومي توګه د څاروو منډياني د ښار نه بهر داسي کهلاو ځائے کښې راجوړولے شي چرته چې رش نه جوړيږي او د ګاړو پارکنګ نه علاوه پکښې د څاروؤ د ودرلو او تړلو لپاره هم ډير ځائے موجود وي۔

د لوبو او کلتوري دستورو پرمختګ

د لوبو او کلتوري دستورو ته وده وﺭکول د ټي ايم اے يوه بله مهمه ذمه واري ده۔ دي سره نه صرف په اولس کښې د لوبغاړو په رنګ جذبه پيدا کيږي بلکه سيمه کښې د لوبو ميدانونه جوړولو او ساتني سره اولس ته يو صحت مندانه ماحول هم ميلاويږي۔ په مقامي کچ ميچونو سره لوبغاړو ته د لوبو سامان او نورو سهولتونو وﺭکړه  او د مقابلو تابيه هم کولے شي چي ورسره مقامي ځوانانو ته صحت منده هلو ځلوکښې د برخه اخستو موقع په لاس ورزي۔
د يو علاقې ځوانان دا کولے شي چي خپل متعلقه ويليج کونسل، نائبرهوډ کونسل او ټي ايم اے ته ورشي او ورته د لوبو د ميدان جوړولو خواست وکړي۔ مقامي ځوانان وي سي، اين سي او ټي ايم ايز نه د مختلفو لوبو مقابلو تابيه کولو غوښتنه هم کولے شي کومې سره به چې دوه ته صحت مندانه او د لوبو متعلق سرګرمياني په لاس ورشي۔
د کلتوري پروګرامونو او لوبو تابيا محکمې سره د وسائلو په موجودګۍ منحصره ده۔

 

لوکل ګورنمنټ کميشن

د لوکل ګورنمنټ د کميشن جوړخت يا مرکبات
1.    د لوکل ګورنمنټ اليکشنز او رورل ډيويلپمنټ محکمې وزير د چئيرمين په حېث
2.    دوه ممبران، چې پکښې به يو د صوب وزیراعلي ټاکي او دويم به د صوبائي اسمبلۍ د مخالف ګوندونو مشر
3.    دوه داسي تکړه ټيکنوکريټ غړي چې په خپلو شعبو کښې ډيره پوهه لري۔ دي کښې به حکومت لخوا دري کالو د پاره يو زنانه هم ټاکلے کيږي 
4.    د قانون د محمکې سيکرټري
5.    د لوکل ګورنمنټ اليکشنز او رورل ډيويلپمنټ محکمي سيکرټري
6.    د لوکل ګورنمنټ محکمي د بجټ سره متعلق چارې کتلو  د پاره د خزاني محکمې يو نمائنده

د لوکل ګورنمنټ يا مقامي حکومت د کميشن ذمه واريانې
لوکل ګورنمنټ کميشن به تجاويز ورکوي چي: 

  •    د مقامي حکومت د کارکردګۍ سالانه جائزه واخلي او حکومت ته رپورټ جمع کړي

  •   د ټولو يا هغه مقامي حکومتونو د کارکردګئ او مالي آډټ يا جائزې د پاره يو دريم ګړے وټاکي کومه چې دوي د اولس مفادو لپاره ضروري ګڼي۔

  •   د وزیر اعلی په احکامات يا د محکمې په تجاويزو د لوکل ګورنمنټ متعلق چارو انکوائرې يا خو پخپله شروع کول او يا يو بل افسر ته دغه ذمه واري ورکول۔

  •   د مختلف مقامي حکومتونو د مينځه شخړي ختمول

  •   د مقامي حکومتونو د کارکردګئ متعلق وزير اعلې ته سالانه رپورټ جمع کول

  •    مقامی حکومتونو لخوا د قوانینو او قاعدو پہ خلاف ورزۍ نوټس اختسل

  •  لاندې بيان شوي معاملو په صورت به لوکل ګورنمنټ کميشن ته هغه هومره اختيار حاصل وي کومه چې سول پروسيجر ۱۹۰۸ (د 1908 ايکټ V) لاندې سول عدالت ته حاصل وي۔  

  •  کوم کس چي اوغواړي هغه راغوښتل، حاضري ئي لګول او د هغه د څوګند جائزه اخستل

  •  د دستاويزاتو راوړلو لپاره زور راؤړل

  •   په حلف نامو کښې شهادت اخستل

  •  د ګواه د جائزي اخستو لپاره هدايات جاﺭي کول

صوبائي مالياتي کميشن يا پي ايف سي

د خيبرپختونخوا ايکټ لوکل ګورنمنټ ايکټ ۲۰۱۳ (کوم چې ۲۰۱۹ ترميم شوے دے) کښي د مقامي حکومتونو تر مينځه د عوامي وسائلو تقسيم په اړه تګ لاره ټاکلے شوې ده کومي ته چې صوبائي مالياتي کميشن يا پي ايف سي وائي۔ د مالياتي کميشن مشري د خزانې وزير کو او شريک صدارت ئي د لوکل ګورنمنټ د وزير ذمه واري وي۔ کميشن کښې دوه غړي د صوبائي اسمبلۍ نه وي چې پکښې يو غړے د صوبے وزيراعلي لخوا ټاکلے کيږي او دويم د صوبائي اسمبلي د مخالف ګوندون مشر لخوا۔ کميشن کښې د خزانې محکمې ، پي اينډ ډي، قانون او ايل جي محکمو سيکرټريان، پنځه چئيرمينز/تحصیل لوکل ګورنمنټ میئر/سټي لوکل ګورنمن، د صوبي هر زون نه به يو منتخب کولے شي

د پي ايف سي مهمي ذمه واريانې:
پي ايف سي به حکومت ته لاندينې تجاويز وړاندې کوي:
د آکټرائے او ضلعي ټيکس نه علاوه په صوبائي کچ راټوليدونکي ګټو نه مقامي حکومتونو لپاره د ګرانټ رقم۔
لوکل ګورنمنټ کښې د ګرانټ د تقسيم طريقه کار، کومه چې د آبادي په بنياد ټاکلے شي
سهولت ته د رسائي په شرط لوکل ګورنمنټ لپاره د خصوصي ګرانټس رقم
د لوکل ګورنمنټ د فنانس يا خزاني متعلق معامله
د پي ايف سي لخوا سفارشات د غربت، آبادۍ، بنيادي ډهانچه کښې د کمزوﺭي او د مقامي حکومت د ګټي په بنياد مرتب کولے شي۔

 

منتقل شوې يا سپارل شوې دفترونه

تحصيل لوکل ګورنمنټ ته منتقل شوې دفترونو جدول (ترميم شوے) ايکټ ۲۰۱۹ د سيکشن بائيس سره لوستلے کيدونکي اولني شيډول کښې ښودلے شوې دي۔
1.    پرائمري او سيکنډري تعليم
2.    ټولنيزه ښيګړه يا سماجي بهبود
3.    لوبے او د ځوانانو نور امور
4.    زراعت
a.    توسيع
b.    د کبانو يا مهيانو ساتنه
c.    د څاروو پالنه او ډيري ډويلپمنت
d.    د اوبه خور د نظام انتظام
e.    د زمکې او اوبو خوندي ساتل
5.    د آبادې ښيګړه
6.    د اوبو او صفائي په شمول د ميونسپل خدمات
7.    د کلي والو سيمو ترقي
8.    پبلک هيلته انجينئيرنګ
حکومت لخوا ورکړے کيدونکي نور سهولتونه /خدمات:

 

د مقامي حکومت له خواه نوﺭ سهولتونه او خدمات

د زريعه معاش لپاره ګرانټس

 په هدف کړے شوې کورنو يا ټولنو ته د خوارکي او غير خوارکي توکو ضرورت پورا کولو د پاره د هنګامي امداد په طور د نغد رقم فراهمي۔ او يا هغوي ته د معاش زريعي بحالۍ د پاره د ګرانټ په شکل کښې د څه ضروري سامان فراهمي۔ دي لړ کښې په موجوده وخت کښي احساس پروګرام کومه چې وړاندې د بے نظير سپورټ پروګرام په نوم وو، حکومت لخوا چلولے کيږي او دې لپاره په ټاکلي شوې معيار پورا ختونکي ټول پاکستاني وګړي دي ګرانټ لپاره اهل دي خو په شرط د دې چې دي لړ کښې ټول شرايط تر سره کړي۔


 د ماشومانو نغد ګرانټ
ګرانټ هغه رقم يا پيسي وي چې حکومت يا نورې ادارے يو ماشوم ته د يو مخصوص مقصد لپاره ورکوې لکه تعليم يا صحت کښي بهتري وغيره


 جوينائل کارډ
جوينائل کارډ يو شناختي کارډ دے چي د 18 کالو نه کم عمر ماشومانو ته جاري کولے شي۔ کارډ تر لاسه کولو د پاره د ماشوم مور پلار يا روڼو خويندو کښې د يو تن موجودګي لازمي ده چې بائيوميټرک تصديق ئي وکړے شي۔ کارډ لرونکي ماشومان د پاليسۍ مطابق د هغه سهولتونو مستحق وي کومه چې حکومت د ضرورت په بنياد مستحق ماشومانو ته ورکوي۔

 

 ضم شوې ضلعو کښې د لوکل ګورنمنټ ډائريکټوريټ: 
2018 کښې د قبائلي علاقو تاريخي انضمام وروسته خيبر پختونخوا حکومت د لوکل ګورنمنټ ايکټ ۲۰۱۳ (چې ۲۰۱۹ کښې ترميم شوے) ټولو قبائلي ضلعو ته وړاندے کړے دے۔ 
دغه ضلعو کښې 25 تحصیل ميونسپل ايډمنسټريشن قائم کړے شوے دي او مکمل فعاله دي کومه چې مقامي اوسيدونکيو ت بنيادي ميونسپل خدمات فراهم کوي۔
دغه سيمو کښې 712 ويليج او نيبر هوډ کونسلې هم قائم کړے شوي دي۔

 

د ضلعي انتظامئي کردار

ډپټي کمشنر په ضلع کښې د صوبائي حکومت ستر نمائنده وي۔ صوبائي حکومت د خپلو پاليسو تر لاسه کولو او يا د معاشې او سماجي پرمختګ او يا ماحولياتي تحفظ لپاره د ضلعي انتظامئي په زريعه تګ لارې او مشورې فراهم کوي۔
د تحصيل لوکل ګورنمنټ چئيرمين 2019 کے لوکل ګورنمنټ ترميمي ايکټ تر مخه ټوله ضلع کښي د پرمختګ او خدمات فراهمۍ لپاره چرته چې ضروري وي د ضلعې انتظآمئي سره اړيکې نيسي۔

 

د اسسټنټ ډائريکيټر لوکل ګورنمنټ کردار

د هرې ضلعې د لوکل ګورنمنټ او کلي والي علاقو ترقې محکمې اسسټنټ ډائريکټر د ويليج او نيبرهوډ کونسلو د سيکرټرې د چارو متعلق اړيکې ټينګي ساتلو ذمه وار وي۔
د لوکل ګورنمنټ اسسټنټ ډائريکټر سره د دې خبري باوري کولو لپاره ريګوليټري او انتظامي ذمه واريانې وي چې ضلع کښې د ټولو ويلج کونسل يا نيبرهوډ کونسلې د ترميمي ايکټ 2019 د پاليسي مطابق خپل کردار تر سره کړي۔
اسسټنټ ډائريکټر د ويليج کونسل او نيبرهوډ کونسلو لپاره ستر اکاؤنټنګ افسر وي او د کلي په کچ کيدونکي ترقیاتی کارونو لپاره په مالي او انتظامي توګه ذمه واري وي۔
د اسسټنټ ډآئريکټر دفتر د ويليج کونسل يا نيبرهوډ کونسلز او نورو دفترونو تر مينځه رابطې ساتي۔

 

د تحصيل ميونسپل افسر کردار

تحصيل ميونسپل افسر د تحصيل ميونسپل ايډمنسټريشن ستر اکاؤنټنګ افسر وي او تحصيل لوکل ګورنمنټ/ سټي لوکل ګورنمنټ ته جوابده وي۔ د تحصيل ميونسپل افسر مهمې ذمه وارې دا دي:

  •  د بجټ مختص کولو او په هغي عمل درآمد د مقصد لپاره به ټي ايم او د متعلقه تحصيل لوکل ګورنمنټ/سټي لوکل ګورنمنټ ډرائينګ اينډ ډسبرسمنټ آفسر يعني ډي ډي او په حيث کار کوي۔

  • ټي ايم او د تحصيل لوکل کونسل سيکرټري وي۔

  •  د خرچو او مالي ګټو باقاعده څارنې سره د بجټ په لګخت نظر ساتل چې آيا فنډ په هغه مد کښې خرچ کولے شې په کومه کښې چي تحصيل کونسل منظوري ورکړے وي۔

  •  د ټي ايم اے سر متعلق مالي معلومات او بجټ کارکردګې په اړه تحصيل کونسل ته رپورټ ورکول

  •   د بجټ عمل او بجټ دستاويزاتو مجموعي معيار ښه کول

  •   د صوبائي حکومت په مشاورت سره د تحصيل لوکل ګورنمنټ/ سټي لوکل ګورنمنټ وسائل په کار راوستل

  •  د ټي ايم او د کردار په اړه نور معلوماتو د لوکل ګورنمنټ اليکشنز او رورل ډيويلپمنټ محکمې په ويب پانړه www.lgkp.gov.pk کتلے شۍ۔

د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو د حق قانون

معلوماتو نه ځان خبرول يو بنيادي انساني فطرت دے او دا خواهش په تمام انساني تاريخ کښې هميشه نه د حکمرانانو او محکومو خلکو تر مينځه د شخړو لويه وجه ګرځيدلے ده۔ د معلوماتو آزادۍ نه تر د معلومات ترلاسه کولو حق سفر قريبا لس کاله اخستي دي۔ او دغه محال دي مقصد لپاره په آئين پاکستان ۱۹۷۳ کښې اتلسم ترميم وروسته د آرټيکل 19-A شامل کړے شو او معلوماتو ته رسائي د هر پاکستاني وګړي آئيني حق وګرځولے شو۔ دي لړ کښې د خيبرپختونخوا حکومت د ستائنې وړ دے چې کال ۲۰۱۳ کښې ئي معلوماتو ته د رسائي قانون پاس کړے وو او هغه محال په عالمي درجه بندۍ کښي دغه قانون په دريم نمبر راغلے وو۔ معلوماتو ته د رسائي حق نه صرف ګورننس يعني حکومتداري په غوره کولو کښې مهم کردار لوبوي بلکه دې سره صوبه کښې معلوماتو ته رسائي او شفافيت هم يقيني کيږي۔۔ دا قانون باوري کوي چې:

  • د آئين پاکستان د آرټيکل 19-A نفاذ

  • حکومتداري غوره کول

  • بدعنواني کمول

  • سرکاري غړي جوابده کول

  • په جمهوري عمل کښې بامعني شرکت لپاره ضروري ده چې اولس ته معلوماتو ته د رسائي حق ورکړے شي

معلوماتو ته د رسائي د حق طريقه کار:

د ايکټ ترمخه هر يو ريکارډ يا دستاويز کوم چې په سرکاري دفترونو کښې په څه شکل کښي هم وي عوامي ريکارډ ګرځولے شوے دے او عام اولس کولے شې چي د ايکټ مخصوص دفعو تر مخه متعلقه محکمې سره درخاست جمع کولو سره دغه دستاويز يا ريکارډ ته رسائي ترلاسه کړي۔ د کے پي آر ټي آئي ايکټ ۲۰۱۳ د نفاذ وروسته هر محکمې پبلک انفارميشن آفسران ټاکلي دي څوک چې د داسي درخاستونو د جواب ورکولو ذمه وار دي او هم دي عمل سره معلوماتو ته د عوامو رسائي کلتور ته وده ميلاويږي۔

معلوماتو ته د رسائي عمل:

که چرې پي آئي او يا محکمه درخاست ګزار ته مقرر کړے شوي معياد کښي متعلقه معلومات ورکولو کښې ناکامه شوه نو د معلومات نه ميلاويدو په اړه د اولس شکايات اوريدو او قانوني کاروائي لپاره حکومت په صوبائي سطح يو کميشن قائم کړے دے او ډويژن په سطح ئي د هغې څانګې غځولې دي۔ لکه څه رنګ چې انځور کښې ښودلے شوې ده چې درخاست ګزار کميشن ته خواست کوې چې محکمه ورته په تير درخاست کښې پوښتلے شوې معلومات فراهم کولو کښې ناکامه شوي ده۔ د دې وروسته کميشن حقائقو ته رسيدو لپاره څيړنې کوي او متعلقه محکمې ته احکامات جاري کوي چې درخاست ګزار ته د هغه د درخاست ورکولو تاريخ نه شپيته ورځو کښې دننه معلومات فراهم کړي۔

د خیبر پښتونخوا د عامه خدماتو د حق قانون

خيبرپختونخوا حکومت په صوبه کښې د غوره عملدارۍ ايجنډي په توګه رائټ ټو پبلک سروسز ايکټ 2014 معارفي کړے وو۔ د دې قانون يواځنے مقصد اولسي مفادو لپاره حکومتي يا عوامي خدماتو فراهمي غوره کول وو۔

دغه قانون لاندے ذکر شوي عوامي خدمات ورکوي:۔

  • اولس ته عوامي خدماتو فراهمي په مقرر کړے شوې معياد کښې يقيني کول

  • اولس ته خدمات په مقرر وخت او شفاف طريقې سره نه ورکولو په صورت کښې سرکاري محکمې جرمانه کول

  • مقرره معياد کښې مطلوبه خدمات نه ترلاسه کيدو په صورت کښي درخاست ګزار اولس ته معاوضه

کميشن تر اوسه 41 عوامي خدمات اعلان کړے دي چې مقرره معياد کښې به نامزد افسر اولس ته فراهم کوي او دي لپاره ئي اپيلټ اتهارټي هم ټاکلي ده

کے پي سروس کميشن:

خيبرپختونخوا حکومت د کے پي رائټ ټو سروسز ايکټ ۲۰۱۴ لاندې يوه قانوني اداره قائمه کړي د کومي مشري چي چيف کمشنر کوي او ورسره د دوه نورو کمشنرانو نه علاوه مرستال سټاف هم موجود دے د چا ذمه واري چي اولس ته بغير د څه خنډ او ناکامۍ نه د خدماتو فراهمي يقيني کول دي۔ د کميشن مهمو ذمه واريانو کښې په ټولو ضلعو کښږ د ډسټرکټ مانيټرنګ آفسر يعني ډي ايم او په ذريعه اعلان شوې خدمات څارل دي چې آيا ټاکلے شوې وخت معيار او شفافيت سره ورکولے کيږي يا نه۔ دي لړ کښې تر اوسه يو څلويښت خدمات او اعلان شوې دي۔ دغه اعلان شوې خدماتو کښې ريوينيو، صحت، سکيورټ، ډوميسائل، لائسنس او ميونسپل سروسز هم شامل دي۔ دي سلسله کښې کمشنر د ډويژن  او ډپټي کمشنر د ضلعي سټيرنګ کميټۍ چئيرپرسن ټاکلے شوے دے۔

 کے پي سروس کميشن کښې به شکايات څه رنګ درج کولے شي:

هر هغه تن چې محسوسوي چې د يو محکمې ټاکلې شوې افسر ورته عوامي خدمات په خپل مخصوص وخت کښې نه دي فراهم کړي نو هغه سره لار شته چې چيف کمشنر يا ضلعي مانيټرنګ افسر ته د دې خلاف کاروائي لپاره درخواست وکړي۔ کميشن کښې شکايات درج کولو لپاره يو اے اين نمبر 1800 ته کال کولے شې او يا د کميشن په ويب پاڼه درج کولے شۍ۔ دي نه علاوه د کے پي رائټ ټو سروس کميشن چيف کمشنر ته اي ميل کولو سره او يا د کے پي رائټ ټو سروس کميشن چنار روډ يونيورسټي ټاؤن پشاور ته خط استولو سره هم شکايات درج کولے شۍ۔ د کے پي رائټ آفيشل ويب پاڼه ده www.kprts.gov.pk, rtscommission@yahoo.com

درخاست ګزار ته به شکايات جمع کولو سره د شناختي کارډ نقل، موبائل نمبر او رابطے لپاره صحيح پته فراهم کول هم لازمي وي چې د فضول شکايتونو څخه مخنيوے وکړے شي۔ د فضول يا جعلي شکايت په صورت کښې کميشن سره اختيار دے چې د درخاست ګزار خلاف د جعل سازي کيس کاروائي وکړي۔

 

ټرائبل ډيکېډ سټريټيجي (ټي ډي اېس) يا قبائلي سيمو لپاره لس کلنه منصوبه

د پخوانۍ فاټا په خېبر پختونخوا کښې تاريخي انضمام وروسته حکومت لخوا مهم ګام دا وو چې ادارو تر مينځه خلا ختمولو او سيمه کښې سماجي او معاشې پرمختګ طريقه کار لپاره وسيع او تفصيلي مشاورت اوکړے شو۔ د دغه مشاورت په نتيجه کښې په لس کلونو مشتمل ترقياتي منصوبه تياره کړے شوه کومې ته چې ټرائبل ډيکېډ سټريټيجي يا ټي ډي ايس 2020- 2030  وئيلي شي۔ ټرائبل ډيکېډ سټريټيجي 2020- 2030 مقصد قبائلي اولس د ملک نورو برخو برابر راوستل وي۔ ټي ډي ايس د ترقياتي ماډل پينټاډ د پنځو ستنو قائم دے کومه چې ادارتي ترقۍ لپاره اصول ټاکي۔ دغه پنځه اصول لانديني دي:

ادارې جوابده کول او کارکردګي ئي تندول

انساني صلاحيتونه ښه کول

معاشي ډهانچه نوره غځول

د معاش لپاره دوامداره موقعې جوړول

 د انتظاماتو لپاره دوامداره زرايعي جوړول

وزيراعظم سيټيزن پورټل

پاکستان سيټيزن پورټل يا پي ايس پي سرکاري موبائل ايپليکيشن دے کومه چې د حکومتي چارو کښې د اولس شرکت ته اهميت ورکولو په غرض استعمالولے شي۔ دا په بنيادي توګه د شکاياتونو د جواب ورکولو او ختمولو يو نظام دے چې پکښې بهر ملکونو کښي مېشته پاکستانيانو، زنانو، معذورۍ سره مخ کسانو، غيرملکيانو او عام اولس ته زياته توجه ورکولے کيږي۔ په آغاز کښې د دې سهولت مقصد اولس ته د سرکاري ادارو سره رابطې کولو او خپلې ستونزې حل کولو موقع ورکول وو۔

د پي ايس پي ايپ استعمال څه رنګ کيدے شي:

دغه ايپ د ويب پاڼي نه په دي طريقه ډاؤنلوډ کيدے شي۔

  • پاکستان سيټيزن پورټل ايپ ډاؤن لوډ او انسټال کړئ

  • د خپل شناختي کارډ او موبائل نمبر سره ځان رجسټر کړئ

  • تاسو ته به د تصديق ايس ايم ايس ترلاسه شي

  • خپل شکايات درج کړۍ او عوامي رائے اچونه کښې برخه واخلۍ

په دې طريقه شکايت لرونکي تنان خپلي ګيلي د ايپ د لارے درج کولے شي او دي نظام کښې شکايت کوونکي د مسئلي حل په اړه کيدونکې هر ګام څخه باخبره ساتلے شي۔

×
×